غچ اخیستل یا انتقام
لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک

 

لندن دمۍ اتمه ۱۳۹۲ کال

دغچ اخیستو کلمه تل زموږ د هیواد والو په ادبیاتو او ورځنیو خبرو کې یوه مروجه کلمه ده چې همیشه ېې د مخالفینو ، دشمنانو او یلغلګرو په ضد استعمال کړیده ، خو په ډیر تاسف سره چې یو ځلې هم ددغې کلیمې نه په دقیق صورت یا شکل سره په موقع استفاده نه ده شوې، بعضا شاعرانو او ادیبانو هم د پشتنو له پاره دغه اصطلاح استعمال کړیده ، لکه چې سلیمان لایق په یوه شعر کې چې دوینو واټ نوم لري په یوه مصرع کې لیکي

پشتون د ننګ په کار کې خپل وار نه پریږدي دشمن ته

داتقدیر دی نه بدلیژي

خو په ډیر تاسف سره لکه څرنګه چې مروجه ده هسې ددې کلیمې نه د غچ او یا انتقام مساله په دقت او ډیر قوي تدبیر سره هر چیرې چې وې او دهر ډول دشمن نه چې وي باید غچ واخیستل ښي نه ده تطبیق شوې ، دلیل ېې دادی چې که موږ په طول دتاریخ کې دشمن ته واقعا خوله ماتونکۍ ځواب ورکړۍ وای نن به د مختلفو دشمنانو سره ابدا نه مواجه کیدو دمثال په دول د سلطان سکندر مقدونی سره ، د چنګیز خان سره د انګریزانو سره تر یوه حده دغه کار وشو چې یو وارې په میوند کې او بیا په شیر پور کې چې اول وار ېې ۱۲۰۰۰ تنه او بل وارې ېې ۱۷۰۰۰ تنه دلاسه ورکړل او بیا وروسته د شورویانو سره په جنګ کې غچ وا نه اخیستل شوو ، بلکه شورویانو د امریکا او غرب سره په یوه سازشي او سیاسي معامله (( یعنی روسانو شکست نه دی خوړلای او دوی په خپله د برلین ددیواله په شکست او د جرمنی نه د پوره وتلو مساله د امریکا او غرب سره منظوره او دقیقه او په موقع عقب نشینی ېې وکړه)) او دیوه سرباز پزه ېې خوږ نه شوه او مسعود چې د سالنګ مسول او دشمال دمجاهدینو رهبر وو د پیسو او محاربوی تخنیک په لاس ته راوړلو د شوروي ېه عسکرو یو خالي ډز هم ونه کړو او د ( ارواحو جنګ په کتاب کې چې کول لیکلۍ ) وايي چې شارون د (سي آی ای ) مشر په جنوب شرق داسیا کې په یوه نا ببره سفر د بګرام په هوایی ډګر کې دیوه معیوب په کراچۍ ګې د طیارې نه را کشته کیژي او مسعود ېې استقبال ته ولاړ دي او هغه مسعود ته یو روکزک ډک د دالرو ورکوې او ورته وايي چې باید سالنګ په روسانو بند کړې او ډیر روسان ووژنې ، خو هغه وخت چې روسان سرې سترګې د سالنګه ژوندې بیدون دتلفاتو ووتل نو شارون ورته واېې اقای مسعود ما ۵۰۰۰۰۰ دالر درکړل او ستا وعده وه چې تا دغه وعده په ځای نه کړه خو مسعود ورته وايي زموږ سربازانو وړیني دریشۍ او ګرم بالاپوشونه نه درلودل او ډیر یخ وو نو موږ روسانو ته هیڅ ونه ویل ، په داسې حال کې چې بل چیرې مسعود وايي استاد ربانی د ورنڅوک سره موافقه کړې وه چې دروسانو په وتلو باید په دوی ډزې ونه شي ، نو حقیقت نن څوک نه مني او حقیقت ویل همیشه ترخه دي .

مسعود د امریکا نه پیسې تر لاسه کولې او د روسانو نه محاربوی تخنیک او نور ډیر شیان ځکه د مسعود بادي ګارد ( سیرګي اوکرایینۍ ) چې مسعود ورباندې نوم ( اسلام الدین ) ایښۍ وو او بل مشاور ېې د (ک، ګ، ب ) بل روسۍ وو چې روسانو ته ده ځان د ( کولاب تاجکۍ ) په اثبات رسولۍ وو او په دغو مورد ېې په روسیه کې د ( ان ت وې ) ازاد تلویزیون سره چې دورځې لس بجې وېمصاحبه کړې وه د خبر نګار نوم ( سیرګې کسیلیوف وو ) په مصاحبه کې دغه پورته جریان مسعود ویلۍ وو مکمل جریان ېې په ( بې ستري مردم افغانستان ) کتاب کي ولونۍ ده ویلۍ وو او دغه انترویو په ۶ / ۱۰ / ۱۹۹۷ په لسو بجونوموړي تلویزین خپور کړو .

که چیرته مسعود غچ اخیستلای او واقعا ېې دروسانو یا کمونستانو نه بد راتلای نو ده به غچ اخیستو ته ترجیع ورکړی وه ، همدا رنګه نن چې یو ځلې ډیر په بیړه او ډیر په تدبیر سره پاکستان د افغانستان خلک مخصوصا زموږ وسله وال پوځ غافلګیر او مخکې له مخکې په افغاني مجاهدینو د نواز شریف په فرمان مضمحل یعنی ټوټه او تخریب کړو ددغو ورځې له پاره او غرب یعنی امریکا ته ېې وویل چې نوې وسلې یعنی تعرضی وسلي لکه مدرن زره پوشونه - مدرنې ټوپداره هلیکوپترې - مدرني جت طیارې او مدرن ټوپچي راکټونه لکه بي ایم ۲۱ - لونا - اورګان - سکات او ۱۳۰ او ۱۵۲ م م توپونه او اوبوسنه دیوه سره دغو مجاهدینو په پاکستان خرڅ کړل او تر ننه ېې زمینه د تجاوز او اشغال زمینه ورته مساعده کړیده ، نن لازمه ده لکه چې د ولایتو محصلین وايي باید د پاکستان سره د دیورند په مورد عاجله لویه وطنی جرګه را وغواړې او د هغو په مورد ورسره خبره دخلکو په رایه او نظر دغه مساله حل کړي ځکه دغه غچ باید د سیاسي او دخلکو له طرفه واخیستل شي ، په موږ نورد کوزي خوا پشتنو خبره اړه نه لري ، دوی یو هم زموږ سره خوش نه دی او دغه ۳۵ کاله دوی د پنجابی ملاتړي وو او یوه ورځ ېې یوه مجاهد او طالب ته ونه ویل چې چیرې روان ېې ولې خپل وطن افغانستان ورانوې او خلک ېې وژنې ، دوهم دا چې ددوی مشران دیوه سره د پاکستان د ناز او طنعم نه برخورداره دی.

عزیزانو وطندارانو ، سیاسیونو ، د وسله وال پوځ سربازانو او افسرانو زه دیوه با تجربه او متخصص ارکانحرب افسر په حیث تاسې ته دغه لاندې شیان لیکم چې بیدون له دغو شیانو نه زموږ بیچاره خلک نن د هیچا نه غچ نه شي اخیستلای او هغه کوم شیان دی ؟؟

۱- دیوه ملي وحدت لرونکي هیواد خلک نشته ، زه وینم چې طالبان - حکمتیار اومولوی حقانی هره ورځ زموږ سره مواجه دی نو که جنګ شروع کړۍ اول دوی ټول ځایونه درنه نیسي.

۲ - یو ملي وسله وال پوځ چې په مدرنو وسلو او محاربوی تخنیک سمبال وی نشته ، تاسې سایټو ته مراجعه وکړۍ ما د پارالمان ریس - شکریه بارکزۍ - د کمیسیون ریس ته د وسلو عکسونه دلندنه لیږلي اما یوه هم په دغو مورد اصلا غور نه دی کړۍ که دوه کاله پخوا دوی زما خبره اوریدلې وۍ او قوی ملي وسله وال پوځ ېې جوړ کړۍ وۍ نن پاکستان پوستی را مخ ته کولای شوۍ ؟؟ نن پاکستان په افغانستان مسخري کولای شوۍ ؟؟

۳ - زموږ نیمایی وسله وال پوځ د پنجابیانو نوکران دی ، ځکه د حکمتیار - حقانی - ملاعمر نمایندګان پکې خدمت کوي او متباقی د اسلامی تنظیمو غړیتوب لری نو څنګه په دغو پوځ د پاکستان سره جنګیدل غلط ديمغرضي او د پاکستان طرفدارې ډلې ټپلې تاسې تحریکوي چې د پاکستان سره په جنګ شۍ .

۴ - د وسله وال پوځ د معاشاتو نه بیا تر هر څه پورې د پاکستان د ستراتیژیکو دوستان له خوانه اکمالیژي یعنی د ( انګریز او امریکا لخوانه ) سباد پاکستان په فرمایش دوی هر څه در باندې دروي بیا به څه کوۍ؟؟

۵ - ایا افغانستان د اقتصادی لحاظه په خپلو پښو ولاړ دی ، اول د افغانستان ځوان نسل محصلینو ته وایم نن چې تاسې د پاکستان په ضد مظاهرې کوۍ ما درۍ کاله پخوا تاسې ته لیکل چې دکرزي په ضد د نارنج انقلاب وکړۍ ولې تاسې ونه کړو؟ که هغه وخت د کرزی حکومت ړنګ شوۍ وۍ نن به هغه د باده راوړې پیسې په مهمو اقتصادی لویو پروژو لګیدلې وې لکه ( دبرق بندونه - دزراعت لويي پروژې - لکه دنساجی او قالینو لوېې فابریکې - لکه د معادنو استخراج وغیره ، خو هغه وخت تاسې له لاسه ورکړو او نن د اقتصادی پلوه خلع سلاح یاست او د ادارو مامورین مو دیوه سره رشوت خواره دی .

۶ - که تاسې معقول - باسیواده، متخصص وزیران ددفاع ، داخلی او امنیت درلودلای نن به د تاسې هغه زړې او تر خاورو او لمر لاندې وسلې دوخته ترمیم یا دروسانو سره بدلې کړې وی نن به مو لا اقل نیم وسله وال پوځ مجهز په مدرنو وسلو درلودلو .

۷ -همدا نن د دولت وزیران - معاونین - او معینان د پاکستان سره پټه خبری کوي او فامیلونه ېې د ډیرو جایدادو سره په غرب یا دوبۍ کې دی او که جنګ شروع شي فورا دوی د ښځو په چادرۍ کې وزي او تاسې ځوانان بیا د اورپه لمبو کې پریږدي .

۸ - بین المللي ټولنه د امریکا او انګریز تر قوماندې لاندې ده او دغه دوه ابر قدرته هیوادونه هیڅکله په افغانستان کې دصلحی طرفدار نه وو او نه دي ، دعراق او لیبیا هیوادونه ېې ښه مثالونه دي چې دوی هلته خلک څنګه سره تجزیه او تقسیم کړل دتاسې خلک ېې هم همداسې تجزیه او په قومو او ملیتو ویشلي دي.

زما اخرینه خبره زما په نظر ، باید د پشتونستان مساله نوره ور سره اوږده نه کړو موږ باید ورسره د ګوادر د بندر لاره رسمي کړو چې د افغانستان صادرات او مالونه او زموږ خلک تر ګوادره بیدون له کوم قیده اوشره او بیدون له کوم ګمرکي مالېې هلته مالونه ولیږدوي او ویزې ته هم ضرورت نه وي او دنړی نه هم زموږ مالونه ګوادر ته په امن را ورسیژي او هیڅ ډول ګمرکی دمبرج یا کرایه اویا نور مصارف ورباندې را نه شي ( یعنی د قندهاره یا هلمنده تر ګوادره دافغانستان مال تجاره ولیږل شي اومالونه او شیان د خارجه را وغوښتل شي ، ګویا تر ګوادره ازاد کوریدور موږ ته را کړې شي او دغه ننۍ ( دیورند ) علامه ګذاری شي او یوه لویشت خاوره ورته ور نه کړل شي ، ځکه د پشتونستان د سیاسیونو د خبرو نه( لکه هفراسیاب خټک ) نه معلومیژي چې موږ ناحقه د لرو پشتنو دفاع کوو ځکه موږ ددوی همسایه هیواد یوو ، دغه نن پشتونستانۍ نسل دیوه سره خرڅ شوي پشتانه دی او لکۍ ېې ورلنډه کړۍ نور ېې په افغانستان کې محصلین او کارګران بیدون له ویژې مه پریږدۍ، که په دغو فیصلو موفق شوۍ نو تاسې خپل غچ اخیستۍ دی او که کامیاب نه شوۍ نو یو ځلې بیا د پنجابیانو ( دومنیون ) ته غاړه کیږدۍ


May 12th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات